پاکستان بیا خپل هوايي حریم د افغان الوتکو پرمخ وتاړه د پاکستان او هند ترمنځ د جمو او کشمیر په سر د تاوتریخوالي وروسته، له هند څخه کابل ته الوتنې ځنډیدلي دي. سرچینې وايي، له نن سهار کابل ته، د هند له هیڅ یوه ښار الوتنه نه ده شوې. معلومه نه ده چې دا ځنډ د هند د حکومت په امر شوی او که بل کوم دلیل لري، خو پاکستان ویلي، دوی خپل هوايي حریم د کوم هېواد پرمخ نه دی تړلی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي ویلي، دوی داسې کومه پرېکړه نه ده کړې چې خپل هوايي حریم د کوم هېواد پر مخ وتړي. د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته تر هغه ترینګلې شوې چې هند جمو کشمیر خپله خاوره اعلان کړه او پارلمان یې بیا په دې اړه د حکومت پرېکړه لیک تصویب کړ. اوس پاکستان ګواښ کړی چې د دې کار اجازه به ور نه کړي. پاکستان همدارنګه اسلام اباد کې د هند له سفیر غوښتي چې دا هېواد پرېږدي.
Leave a Reply