پاکستان ته د افغان ولسمشر د وروستي سفر ځینې ځانګړتیاوې او لاسته راوړنې

ډاکټر طلا پاميرافغان حکومت د آسیا زړه هیوادونو د کانفرانس په در شل او پخپله د کنفرانس په بهیر کې چې د روان عیسوی کال د دسمبر په نهمه نیټه په اسلام آباد کې جوړ شوی وو، د لمړي ځل لپاره د پاکستان په وړاندې یوه فعاله اوکارنده (تعرضی) دیپلوماسي غوره کړه.

افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني په دغه کنفرانس کې خپل ګډون د افغانستان په وړاندې د پاکستان په سیاست کې له ښکاره بدلون او سیاسې ژمنو سره ټړلی وباله. دا د افغان دولت له لوري “په ښه وخت اوښه ځای کې” ډیرسم او دستایلو وړ دریځ وو. ښکاره ده چې که افغان ولسمشر د پاکستان په کوربه توب د آسیا زړه هیو ا دونو په کنفرانس کې برخه نه وای اخیستی، د پاکستان تر مشرۍ لاندی دغه کنفرانس به خپل ا رزښت او مفهوم له لاسه ورکړی وای. دا به په خپل وار د پاکستان لپاره یو لوی سیاسي شرم او ګذار وو. له همدې کبله پاکستان دې ته اړ شو چې که د خپلې آبرو د ژغورولو لپاره هم وې، د افغان دولت د بې باورۍ د را کمولو په موخه د ښه نیت ګام پورته کړي او د افغانستان ځنې اساسی غوښتنې لږ تر لږه د کاغذ پر مخ ومني. زما په اند پاکستان ته د افغان ولسمشر دا ځل سفر په ټولیزه توګه یو بریالی سفر وو:

د اسیا زړه کانفرانس
د آسیا زړه هیوادونو د کانفرانس
لومړی:

د ډپلوماتیک دود (تشریفاتو) له مخې، افغان ولسمشر ته بې ساری تود هرکلی وویل شو. افغان ولسشمر ښا غلي حامد کرزی ۱۷ ځلې پاکستان ته تللی وو او همدا شان ښاغلی ډاکټر اشرف غني هم مخکې تر دې پاکستان ته رسمي سفر درلود خو، د پاکستان له لوري داسې درانه تشریفات ورته جوړ شوي نه وو سره له دې چې د افغان و لسمشر دا ځل سفر، یو کاري سفر وو.

د پاکستان د یپلو ماتیک دود داسې دی چې دولتي لوړ پوړو میلمنو ته د اسلام آباد په ښار کې (د جمهوریت په میدان) کې د ښه را غلاست ترتیبات نیول کیږی، نه په هوایي ډګر کې.

د تشریفاتو ځانګړتیا خپله معنا او سیاسي پیغام لري. کوربه دولت غواړي په دې توګه خپل لوړ پوړي میلمه ته وښیي چې د مقابل لوري له ملت او دولت سره اړیکو ته څومره ارزښت ورکوی. د پاکستان دولت په هر نیت چې وي، لږ تر لږه (په ښکاره) دا هڅه وکړه چې په افغانستان کې د پاکستان د دولت له کړنلارې نه د افغان حکومت او خلکو د قهر، ژور خپګان او نا هیلۍ کچه را ټیټه کړي.

دویم:

د ولسمشر د دا ځل سفر اجنډا مخکې له مخکې په ښه ټوګه جمتو شوې وه. په دې معنا چې افغان حکومت له پاکستان سره د اړیکو د رغولو لپاره د امریکې، انګلستان او چین هیوادونو همغږی را خپله کړی وه او ددغو ملکونو د مسولو چارواکو له لاری یې خپل پیغام، وروستی او نه بدلیدونکی دریځ په روښانه ټکو سره پاکستاني لوري ته رسولی وو. د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه چې د افغان لوري هغو غوښتنو ته به چی مخکې د ډاکټر اشرف غني په یوه لیک کې پاکستاني لوري ته سپارل شوې وې، په ټوله کې مثبت ځواب وایي. (۱)

درېیم:

افغان دولت له پاکستان سره د خپلو خبرو او دسولې د بهیر دبیا را ژوندي کولو لپاره دوه نوي شرطونه وړاندی کړي وو. یو دا چې د پاکستان حکومت باید په روښانه ټکو سره یو ځل بیا دا وضا حت ورکړي چې افغان حکومت (د ملی وحدت حکومت) په افغانستان کې د یواځېنی مشروع، انتخابي او د افغانستان د خلکو نماینده حکومت په توګه پیژني او بل دا چې، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو او همداشان د سولې پر سر خبری باید دا ځل د یوه نوي میکانیزم ( ۲+۲) په چوکاټ کې – یانې د افغانستان، پاکستان، امریکې او چین هیوادونو په ګډه کمېټه کې تر سره شي. د امریکې متحده ایالات او د چین جمهوریت د دغو خبرو او د سولې د بهیر پر څرنګوالي او پرمختګ څارنه هم وکړي.

اوس که د اسیا د زړه هیوادونو په کنفرانس کې د پاکستان د لمړي وزیر نواز شریف وینا، د کنفرانس ګډې بیانیې، د افغانستان ، پاکستان، امریکې او چین هیوادونو څلور اړخیزو او درې اړخیزو بیانیو ته ځیر شو، لیدل کیږي چې په دغو سندونو کې د افغان دولت غوښتنو په واضح ټکو سره ځای موندلی دی او هغه داچې:

  • د پاکستان دولت له طالبانو سره د افغان دولت د سولې په بهیر کې د ډاکټر اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په افغانستان کې د یواځیني مشروع، انتخابي او د افغان ولس نمایده حکومت ګڼي. دا طالبانو ته یو روښانه پیغام دی چې پاکستان د طالبانو “امارت” په رسمیت نه پېژني؛
  • وویل شول چې په افغانستان کې دې د سولې او مصالحې په موخه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د پيل کیدو او په افغانستان کې د تاو تریخوالي (خشونت) د کچې د را ټیټولو لپاره بې له ځنډه ګدي هڅې وشي؛
  • هغه وسله والی ډلې به په ګډو پوځي هڅو سره وځپل شي چې نه غواړي له سیاسي بهیر سره یو ځای شي او له خشونت نه لاس وانخلي.
  • څلور واړه ملکونه (افغانستان، پاکستان، د امریکې متحده ایالتونه او د چین جمهوریت) په دې سره سلا او یوه خوله شول چې: د افغانستان د ملي حاکمیت، یو والي (یو موټی والی)، خپلواکي، د خاورې بشپړ تیا او همدا شان دیوه د موکراتیک جمهوریت په توګه د افغانستان د اسلامي کرکټر ساتل د سیاسي روغې جوړي بنستیز اصول دی؛
  • د سولې په بهیر کې باید د افغانستان ددولت مشروعیت او همدا شان د افغانستان د اساسي قانون مشروعیت ته په بشپړ ډول درناوی وشي؛
  • له هر راز توپیر (تبعض) پرته د افغانستان دټولو وګړو حقوق خوندي وسا تل شي؛
  • افغانستان او پاکستان به د دولت – دولت په کچه سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو او همداشان د ددواړو ملکونو د خلکو تر منځ دوستانه اړیکو ته پراختیا ور کوي؛
  • و پتیل شوه (پریکړه وشوه) چي د سولې او مصالحې د بهیر د سمون او څارنې په موخه دې د څلورو ملکونو (افغانستان + پاکستان + امریکې + چین) هیوادونو یوه ګده کمیټه (۲+۲) جوړه شي.
څلور هېوادونه
(افغانستان + پاکستان + امریکا + چین)

اوس پوښتنه داده چې آیا پاکستان به دا ځل په خپلو پورتنیو ژمنو عمل و کړي؛ آیا د آزمویل شوی بیا آزموینه سم کار دی؟

زما په اند، که و منو چې د هیوادونو ملي ګټې د اړونده حکومتونو په سیاست کې ټاکونکی رول لوبوي نو بیا دې پوښتنې ته چې پر دغه یا هغه حکومت باور وشي اوکه نه، ځای نه پاتې کیږی. د افغانستان ډپلوماسي په داسې شرایطو کې چې کوم بل بدیل غوراوي (انتخاب) هم نلری، باید د افغانستان د ملي ګټو د خوندي کولو او لوړو سیاسي موخو (اهدافو) ته د رسېدو په خاطر له خبرو اترو او هر بل فرصت نه ګټه واخلي.

د جګړې ستراتیژي د افغانستان په ګټه نه ده.

 

اړونده ليکنه:

درې هفتې مهلت او بیا څه ؟

Leave a Reply

Your email address will not be published.