پر افغان سوله د مسکو او اسلام آباد هوکړه

پر افغان سوله د مسکو او اسلام آباد هوکړه

 

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف تېره  ورځ اسلام آباد ته تللی و

تازه راپورونه دا دي، چې کابلوف د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شا محمود قریشي سره کتلي دي

رسنۍ وايي، کابلوف او قریشي هوکړه کړې چې د افغان سولې په روان بهیر کې به له یو بل سره همکاري کوي او همغږي به زیاته وي.

کابلوف پر داسې مهال پاکستان ته سفر کوي، چې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات روان دي.

تازه د پاکستان پوځ او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې طالبانو دوی په خپل زور له امریکا سره د سولې خبرو ته کېنولي دي.

ځینې نور راپورونه بیا دا دي چې پاکستان د سولې بهیر ته د طالبانو له حاضرېدو، امریکا څخه ۱۳ میلیارده ډالر  وهلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.