پر علي وزیر او محسن داوړ وسله وال برید شوی

پر علي وزیر او محسن داوړ وسله وال برید شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښو غړو علي وزیر او محسن داوړ د شهید لوڼي جنازې ته د تللو پر مهال د پاکستانیو ځواکونو لخوا ډزې شوې دي.

دغه دوه پښتنې سټې لور الايې ته رسېدلي دي او غواړي چې له همدې لارې د ارمان لوڼي جنازه کې ګډون وکړي.

له دغو دوو څېرو سره سلګونه نور پښتان هم مل دي، چې غواړي جنازې ته ولاړ شي.

پاکستاني ځواکونو اجازه نه ده ورکړې چې دوی د موټر په واسطه جنازې ته لاړ شي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو موټر لاره کې پرېښي دي او پلی حرکت یې کړی دی.

لوڼی تېره ورځ پنجابیو ځواکونو په لور الايي کي لومړی له موټر کوز او وروسته یې بیا د کلاشنیکوف په ُقنداغ په خېټه وهلی چې له بې هوشۍ وروسته يې ساه ورکړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.