پنټاګون: د ایران او طالبانو ملګرتیا زیاته پخه شوې

پنټاګون: د ایران او طالبانو ملګرتیا زیاته پخه شوې

 

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي ايران نه يوازې طالبانو ته جنګي روزنه ورکوي، بلکې وسلې او پيسې هم ورکوي.

د امريکا د دفاع وزارت په راپور کې ويل شوي چې ايران طالبانو ته نه يوازې جنګي روزنه ورکوي، بلکې دغې ډلې ته د داعش پر ضد جنګېدو په هدف وسلې هم ورکوي

د پنټاګون په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو یو شمېر قوماندانان په کمه بیه د القعاعده شبکې ملاتړ کوي

له دې وړاندې هم امریکايي چارواکو هغه وسلې رسنیو ته ښکاره کړې وې چې غزني ولایت کې له طالبانو نیول شوې وې

امریکا ویلي و چې دغه وسلې ایرانۍ دي او افغانستان کې د افغان پوځیانو پر ضد کارېدې

ایران هم منلې چې له طالبانو سره اړیکې لري، خو اړیکې يې یوازې سیاسي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.