په امنيتي شیرازه کې د جلادانو حلقه سیستم ګواښي

په امنيتي شیرازه کې د جلادانو حلقه سیستم ګواښيښه مې ياد شي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر کې د هېواد شمال په ځانگړي ډول کندوز، تخار او بدخشان ولايتونو کې د ناقانونه وسله والو ډلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه.

کندوز يې يو له هغو ولايتونو ښودلی و، چې د ناقانونه وسله والو د موجوديت په اړه پکې ګڼې اندېښنې وې او ويلي يې و، ډلې ټپلې په دې هڅه کې دي، چې په ياد ولايت کې د سیمه یيزو پوليسو ليکو ته لاره پيدا کړي او خپلې ناقانونه کړنې تر دې چتر لاندې تنظيم کړي. څنګه چې اندېښنې وې هغسې وشول، تر دريو کلونو وروسته کندوز او د شمالي ولايتونو ګڼې ولسوالۍ په مختلفو وختونو کې سقوط او د پراخه جګړو کرښې وې.

کندوز د همدې ناقانونه وسله والو د خپلسرو کړنو له امله سقوط شو، چې بېرته نيول يې د نور څه ترڅنګ د حکومت او ولس لپاره زيات مالي زيانونه واړول. دا سمه ده، چې د کندوز سقوط يوه معامله وه، داسې معامله چې نړيوال پکې ښکېل و، دوی دا کار د همدې ملېشو او ناقانونه وسله والو قومندانانو په مرسته تر سره کړ.

د شمالي ولايتونو په اړه په ۲۰۱۲ کال کې د کورنيو چارو وزارت اندېښنه په څه مانا، د دوی پرېکنده اقدام پکار و، چې له دې بدې بلا يې هغه ولس ژغورلی وای، چې کلونه کلونه يې د دوی تر جغ لاندې غاړه وړې او د دوی ظلمونه يې زغملي وو. که هغه وخت يا تر هغې وروسته ددې کار مخه نيول شوې وای، داسې چاره به نه تر سره کېده، کندوز او د نورو ولايتونو ولسوالۍ به په پرله پسې ډول نه سقوط کېدې.

په کندوز او ټوله کې په شمالي ولايتونو کې پخوانيو ټوپکيانو د سیمه یيزو پوليسو جوړښت ته لاره موندلې او د خپلو ګټو لپاره دښمني پالي، دا ډلې ټپلې په مافيايي هغه بدلې شوې دي. ددې ډلو ترشا ټول پخواني قومندانان، د ولس او ټولنې هغه آق شوی قشر دی، چې له وختونو د مرګونو او وژنو لپاره کرايي نيول شوي دي.

له دوی سره وسلې او مهمات هم د کورنيو جګړو د وخت پاتې دي او هم د ځينو بهرنيو استخباراتي کړيو له لوري ورکول کېږي. جهادي قومندانان د وسلو پراخه زېرمې لري او وسلې يې د همدې ورځو لپاره ساتلې، خو د ځينو بهرنيو استخباراتي ډلو له لوري پرې په تازه مهال کې نوې هغه هم وېشل کېږي.

ښه بېلګه يې د افغانستان په شمالي ولايت پروان کې د جمعيت ګوند د يوه برجسته قومندان جان احمد خان د وسلو زېرمتون و، چې د روان کال په جنګاښ مياشت کې د ناټو ځواکونو له لوري په نښه او له منځه يوړل شو.

کله چې په پروان ولايت کې د پخواني قومندان جان احمد خان وسلتون په نښه شو، له کابله يې غمشريکۍ ته د حکومت اجرايه رييس، د بلخ والي عطا محمد نور او نور پخوانيو قومندانانو ځانونه ور ورسول ان تر دې چې عبدالله عبدالله خو نړيوال ځواکونو قومندان ته ستوغې خبرې وکړې او دايې د هغوی له لوري تر سره شوې يو ناروا کړنه وبلله. دا وسله تون چې په هر هدف له منځه يوړل شو، غوره اقدام په دې و، چې د افغانستان ټيکاو ته جدي ګواښ و.

په وروستیو کې ځینې پخواني جنګسالاران په ناامنه ولایتونو کې د پولیسو د مشرانو په توګه د حکومت له لوري يا د معاملې او جوړ جاړي په اساس ټاکل شوي او يا هم د فشارونو له امله خو اوس داسې څرکونه ښکاري چې ګويا دوی د ملیشو د تقویې د پروګرام برخه دي. د ملېشو د پياوړتيا لپاره کار له لومړي سره امريکا پيل کړی و، خو هغه مهال دوی په دې کار کې بريالي نشول. د نوي حکومت په راتلو سره دې چارې يوځل بيا زور اخستی او فکر کېږي، چې دا پلان د بريا پر لور دی.

که تر دې لږ وړاندې لاړ شو، د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د دوو کانديدانو تر منځ ناندرۍ او د ټاکنو د پايلو پر سره نه جوړېدل يادولای شو، چې د عبدالله عبدالله پلويانو په زغرده په هېواد کې د وينو بهولو، د سرو او نارنجي انقلابونو د را ايستلو ګواښ وکړ. دوی د خپلو ساتل شویو جلادانو په مټ ګواښونه کول او ولس ته يې اخطارونه ورکول.

دا د نن خبره نه ده، ناقانونه وسله وال له ډېره وخته په کمين کې دي او ان د حکومت يوه لويه برخه په بډه وهي. د بدخشان ولايت ډېری ولسوالۍ د همدې ناقانونه وسله والو له لاسه سقوط شوې او تر څنګ يې په يوه لويه برخه (کانونو) همدا پخواني قومندانان مسلط دي، ګټه وټه يې خپلو شخصي جيبونو ته اچوي، هورې يې د جګړې اور ګرم ساتلی دی. په بدخشان کې خو د نشه يي توکو د قاچاق مسئله هم ښه ګرمه ده. د دې سيمو د جګړې انګېزه له ورايه معلومه ده، چې اصلي يې د نشه يې توکو قاچاق، د کانونو لاندې کول او په وروستي ګام کې بيا د طالب اورپکو ښکېلتيا بلل کېدای شي.

په همدې وروستيو کې د بدخشان امنیه قوماندان جنرال بابه جان نيوکې په همدې دي، چې د ولسي جرګې ځينې غړي يې په کارونو کې مداخله کوي. ځينې وکيلان پخواني جهادي قومندانان او ملېشې تحریکوي او په خبره یې د طالبانو د ځپلو په عنوان خلک راپورته کوي، چې له دې کړنې ځايي زورواکي او جهادي قوماندانان ناوړه ګټه پورته کوي.

که له امنیتي ارګانونه او غیر مسوولو وسله والو وسلې ټولې شوې وای؛ د ډي ډي ار پروګرام د لېوانو په خوله کې نه وای ورکړل شوی، دا پروګرام په ريښتيني ډول پلی شوی وای، نو په تېرو ۱۴ کالونو کې به د قانون پلي کولو په برخه کې کوم خنډ نه و. په ټوله کې د بې وسلې کولو په برخه کې له وسله والو قومندانانو او د بشري حقونو له ناقيضينو سره خورا عاطفي چلند وشو، همدا و، چې هرچا خپلې وسلې زېرمه کړې او نن د هېواد امنيتي شیرازه ګواښي.

له بل لوري په ډېری سيمو کې د طالب اورپکو د راپيدا کېدو يو لامل همدا ناقانونه وسله وال او پخواني جهادي قومندانان دي، چې په خلکو يې زيات ظلمونه کړي، ځمکې يې ورغصب کړې، بدناموسۍ يې ور اړولې، قتلونه يې کړي دي، نو ددې ناروا په بدل کې مقابل لوری پټه خوله نه دی پاتې شوی، هغه هم په يوه چوکاټ کې ځانونه منظم کړي، وسلې يې را اخستې او جګړه کوي، چې وروسته د دوی فعاليتونه د ټول افغانستان لپاره ويجاړوونکي پرېوتي دي. د همدې نني طالب اورپک‎ي يوه برخه همدا ناراضيان تشکيلوي. دا افراد اوس د وسله والو طالبانو يوه برخه ګرځېدلي دي، چې د عقدو او خپلو بديو د پاللو په هدف د جګړې کرښې ګرمې ساتي.

د افغانستان لپاره تر وسله والو اورپکو ناقانونه وسله وال ډېر خطر ناک پرېوځي، ځکه چې د وسله والو طالبانو ادرس او مېسج معلوم دی، خو د دې ډول ناقانونه وسله والو نه ادرس شته او نه هم د دوی مشخص هدف معلوم دی. په ټوله کې د طالب پر وړاندې جګړه روانه ده او ټول امنيتي ځواک يې د سرکوبولو هڅې کوي، خو ددې ډلې فعاليتونه چې د مخنيوي لپاره يې نه يوازې دا چې اراده نشته بلکې په حکومت کې د ننه ځينې چارواکي لکه اجرايه رييس او د بهرنيو چارو وزير خو ان دوی ته په يوه او بل نوم سره برئت ور کوي، ملاتړ يې کوي او پخواني قومندانان د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د جذب هڅې کوي.

په لويو ښارونو کې د جنايي پېښو د رامنځته کېدو يوازيني لاملونه همدا بدماشان او ناقانونه وسله وال دي، چې ډېری يې د حوزو له امرينو، پوليسو او ان په حکومت کې د ننه له چارواکو سره لاس لري. دغه وسله وال د ځينو لوړپوړو هغو ګټې خوندي کوي، خو ترڅنګ يې د خپل ځان د ساتلو لپاره نه منل کېدونکي کارونه کوي.

په ټوله کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له اډانې د باندې د وسلو او مهماتو موجودیت د خلکو او حکومت لپاره یو جدي ګواښ دی او حکومت باید له هرې ممکنې لارې د دې وسلو د ټولولو لپاره جدي اقدام وکړي، منظم پلان تر لاس لاندې ونيسي.

همدا اوس اوس افغان او لويځ چارواکو ویلي، چې افغانستان د يوشمېر لودیځو هېوادونو په مرسته د سیمه ییزو ملیشو د بیا منسجم کولو په هڅو بوخت دی او دا ګام د ۳۰۰۰۰ سيمه ييز پولیسي ځواک په نوم تر سره کېږي.

دې پېښې د کندوز له سقوط وروسته زور واخيست او له همدې سره هم مهاله په شمال ولايتونو کې د پخوانيو قومندانانو ډلې ټپلې د يوشمېر مشرانو په مرسته سره منسجمې شوې دي.
کله چې په تخار کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني خپل پلویان او د شمال ټلوالې بلابتر راټول کړل، ورته يې د چمتوالي خبره وکړه، هم مهاله يې په دې هم وپوهول چې د راتلونکي لپاره دې لاس په ماشه وي. دې کار اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره هم یوه کاملاً‌ ناسمه پرېکړه بلل ده.

هغه وخت چې ناقانونه وسله وال په يوه سيمه کې د بشري حقونو د سرغړونو او د ملکي تلفاتو لامل شي، ناقانونه کړنې، جرمونه او جنايتونه تر سره کړي، نو بيا هېڅوک نشي کولای د دوی له قوماندانان یا مسوولينو څخه پوښتنې ګروېږينې وکړي یا ځواب ترې وغواړو، ځکه دوی زورور دي، لکه د کورنيو جګړو پر مهال يې چې هرڅه د خپلو وسلو او ناقانونه کړنو په مټ تر خاورو لاندې کړل داځل به يې بيا له سترګو الونيا کړي.

په دې وروستيو کې چې په ډېری سيمو کې ناامنۍ زياتې شوې او د افغان امنيتي ځواک له طالب او داعيش سره په مخامخ جګړه بوخت دی، نو ناقانونه وسله والو ته هم ښه فرصت په لاس ورغلی او ګام يې پورته کړی، خپلې هغه وسلې يې را اوچتې کړې، چې په دوړو پټې وې.

په ټوله کې د هر هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي حاکمیت دفاع د يوه هېواد د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو دنده ده، نه د غیر مسوولو وسله والو ډلو ټپلو، که يې مخه ونه نيول شي، د حکومت مراندې به همدا ناقانونه وسله وال، پخواني جنګسالاران او د بشري حقونو ناقيضين ور وشلوي، افغانستان به يوځل بيا اويا يمو لسيزو ته ستون کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.