په جوزجان کې یو طالب قاضي له اووساتونکو سره وژل شوی

په جوزجان کې یو طالب قاضي له اووساتونکو سره وژل شوی

محور: سه شنبه، د مرغومي ۱۰مه
د جوزجان په قوش تپه ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په برید کې د دې ولسوالۍ د طالبانو قاضي له خپلو ۷ ساتونکو سره وژل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت وايي دا برید تیر مازیګر د قوش تپې ولسوالۍ په چهارسای سیمه کې د طالبانو د قاضي (مفتي زلمي) په قرارګاه شوی دی. سرچینه وايي په برید کې مفتي زلمی له خپلو ۷ ساتونکي وژل شوی او ۹ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي برید هغه وخت وشو چې طالبانو غوښتل د برید له پاره چمتو والی ونیسی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.