Enter link text

#

د غزني له خلکو سره د ولسمشر غني د ژمنو د عملي کولو او په مختلفو سکتورونو کې د خنډونو او فرصتونو د ارزونې لپاره د کرنې او اوبولګولو، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا، مالیې، مخابراتو، عامې روغتیا، د اوبو او انرژۍ وزارتونو د مرستیالانو او د برېښنا شرکت د مسؤول په ګډون، یو پلاوی نن سهار (یکشنبه) ددې ولایت مرکز ته ورسېد.

دغه پلاوی به په ټولو برخو کې د غزني ولایت وضعیت وارزوي او دې ولایت ته د ولسمشر غني د وروستي سفر پر مهال د ترسره شویو ژمنو د عملي کېدو لپاره به له ځایي چارواکو سره له نږدې په شته امکاناتو او فرصتونو خبرې وکړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي پخپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، چې د یاد پلاوي د غړي په توګه به د کرنې او اوبولګولو وزارت هم د نورو وزارتونو او ادارو په څېر په غزني ولایت کې د یو شمېر نویو انکشافي پروژو پرانیسته وکړي.

د اکبر رستمي په وینا، ټاکل شوې په غزني ولایت کې د باغدارۍ د ارزښت ځنځیر پروژه پرانیستل شي او په دې سره به په یاد ولایت کې د باغدارۍ په کارونو کې سهولتونه راشي او د باغدارانو محصولاتو ته به په بازار موندنه کې ډېره مرسته وکړي.

غزني یو له هغو ولایتونو دی، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د دولت له پامه غورځېدلی او د ناامنیو، فساد او د ځایي چارواکو د کمزورۍ له وجې یې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.