محور: چهارشنبه، د مرغومي ۱۸مه
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ډاکټر تېتسو ناکامورا په نوم د یوه پارک د جوړیدود بنسټ ډبره کېښودل شوه. د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی وايي د مهترلام بابا دښتې په تفصیلي پلان کې یې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په شل جریبه ځمکه کې د ډاکټر تېتسو ناکا مورا په نوم د یوه پارک د جوړیدو چارې پیل کړې. نوموړی وایي، ددغه پارک ودانۍ، انګړ، د خړوبولو سیستم او د سمسورتیا ټولې چارې په پام کې نیول شوي چې کارونه به یې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي.
Leave a Reply