په هرات کې بیا د ترور پېښې زیاتې شوې دي.

مافيایي کړۍپرون ماسپښین د هرات ښار د کندهارۍ دروازې په ساحه کې ناپېژانده وسله والو یو ځوان په ډزو وواژه. دا په هرات کې د سړي تښتونو او وژنو ترټولو وروستۍ پېښه وه. ترهغې یوه شپه وړاندې وسله والو موټر سایکل سپرو په هرات ښار کې تیاره مهال درې کسان ووژل او قاتلین په خپل هخه لاړل.

دغو پېښو دهرات نسبي امن فضا تر شدید سیوري لاندې راوستې ده. یوازې دا دوې پېښې ندي چې په هرات کې ذهني ټیکاو ته صدمه رسولی شي. له تیرو پنځلس ورځو په هرات ښار اړوند سیمو کې یوه دوې روته پېښې کیږي خو د هیڅ پیښې عاملین ندي نیول شوي.

هرات له ۲۰۰۷ کال راهیسې د سړي تښتونې او هدفي وژنو ترټولو لوړه شمیره درلوده، له یوې خوا طالبان په وژنو کې ښکېل و‌و، خو له بله اړخه د اسماعیل خان پخواني چریکان، نامسووله وسله وال او ځینې مافیايي بانډونه.

په هرات کې اکثره سوداګر اوسېږي او هغه وژنې ترډېره د پیسو او غلاوو په سبب کېدې، دوی به کسان وتښتول او په بدل کې به یې پیسې ترلاسه کړې یا به یې تښتول شوی کس وواژه، خو دامهال وژل شوي کسان یو یې هم سوداګر نه و. د هرات خلک وايي، دا په هرات کې یوه خطرناک پیلامه ده. ځینې نامسول وسله وال له څېرمه ولسوالیو راځي خوپه خپله په ښار کې هم داسې بانډونه شته چې په دستوري ډول په دغه ډول کړنو د ښار امنیت خرابوي او په هرات کې خلک وارخطا کوي.

هراتیان وايي، دوی له دولت غواړي چې امنیتي وضعیت ته رسیدګي وکړي او که داسې نشي ډیر خلک به له هراته ووځي او ډېری خلک به خپل کاروبارونه په ټپه ودروي. دوی تور لګوي چې ځینې مافیايي بانډونه دولت ته معلوم دي، خو په مقابل کې یې اقدام نه کوي، ددوی په خبره چې یا ځایي امنیتي چارواکي ورسره لاس لري او یا ددې وړتیا نلري چې هرات کنټرول کړي او خپل منځي سیالۍ یې د وضعیت د ترینګلتیا سبب شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.