په هرات کې د انځورګرۍ نندارتون جوړ شو

په هرات کې د انځورګرۍ نندارتون جوړ شو

محور: چهارشنبه، د مرغومي ۱۸مه

په دغه نندارتون کې چې د خاموشه اسطورو په نامه جوړ شوی د انځورګرۍ ۳۷ اثرونه په کې ایښودل شوي دي. څو انځورګرانو په ګډه دا اثار کښلي دي. دوی وايي په هرات کې د ځوانو ښځو د ځان وژنې پيښې ډيرې شوې او دوی غواړي په دې نندارتون سره ځوانانو ته د ژوند کولو انګیزه ورکړي.

له دې اثارو د ښځو د ژوند بڼه او د بریالیتوب له پاره هڅې او پیوستون له ورایه ښکاري. نندارې ته یې هم ډير ورغلي کسان ځوانان دي. دوی وايي په وروستیو کلونو کې د کار د نشتوالي، کورني تاوتریخوالي د ډیریدو او ځوانانو ته د کار د زمینې برابرولو په برخه کې د دولت نه پاملرنې ځوانان نهیلي کړي. دوی له دولت تمه لري چې ځوانانو ته کار پیدا کړي. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي. هنرمندان له دولتي مسوولینو غواړي چې د ځوان نسل د فعالیتونو او فرهنګي هڅو ملاتړ وکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.