په ولسمشر او امنیت شورا پسې چا تبلیغات کول او ولې کم رنګه شول؟

نجیب الله خاندا خبره لیږ وروسته معلومه شوه چې د ملي امنیت د اپراتیفي بودیجي یوه زیاته برخه په سوشیل میډیا خصوصاً فیسبوک کې په هغو پاڼو مصرف کیده چې د نظام تخریب یې کول چې په سر کې یې ولسمشر غني او د هغه د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر راځي. کله به یې د مؤقتي اداري خبري، کله محرم اسناد او کله هم نوري بابولالي.

دا خو د خبري حقیقي اړخ دی. مګر د لوستونکو غوڅ اکثریت چې له اوضاع او د دولت له دننه څخه په واقعي ډول خبر نه ول داسي فکر او برداشت کول چې ګواکې د نظام هغه مرور سیاسي مخالفین او جهادې ډلي ټپلي د شمالي ټلوالي په شمول په ولسمشر غني او حنیف اتمر پسي دا ډول تبلیغات کوي او دلیل یې هم ظاهراً واضح ښکاره کیدل چې ګواکې هغوئ ته یې څوکۍ او امتیازات ورنکړل.

یو څه وخت ددغو سپانسر کیدونکو پاڼو چې شمیر یې تر یو نیم سل هم زیات و بازار ډیر ګرم و. ځیني مکتوبونه او محرم دولتي اسناد به یې د هیواد د موجوده ټولو قوانینو خلاف تر وخت مخکې سوشیل میډیا او فیسبوک ته لیک کول.

په عمومي توګه په کمونیکشن کې او په خاص ډول په تبلیغاتو او مطبوعاتي جنګ کې مهم اصل دادی چې لیکونکی خپل لوستونکې وپیژني، د هغوئ درک او پوهه اندازه ځانته معلومه کړي. او داسي څه نشر کړې چې لوستونکې تري سمه اخیسته وکړای شي. له سمي اخیستني څخه هدف دادی چې هغه څه تري واخلي چې لیکونکی او نشرونکی غواړي.

دغو یو نیم سل پاڼو به د ملي امنیت له اپراتیفي بودیجي د نبیل او پخواني ولسمشر ته وفاداره کسانو له ادرسه په ولسمشر او اتمر پسي لیکني کولي، د نظام په ضعف به غږیدل؛ خو لوستونکو له دغو پاڼو داسي برداشت کول چې ګواکې جهادې ډلي ټپلي او شمالي ټلواله دا کار کوي ځکه د ټلوالي او جهادي تنظیمي مشرانو مطلق اکثریت د اتمر سیاسي مخالفت کوي. بله خبره دا چې نبیل او ښاغلي کرزي هم ځانونه نشوای رسوا کولای چې لوستونکي وپوهیږي چې دا تبلیغات دوئ کول او یا وښيې چې دوئ له اوسني حکومت او ولسمشر غني او اتمر سره ستونځه لري.

د سپانسر شویو لیکنو او پاڼو له نومونو او لهجو لوستونکې پوه شول او داسي اخیسته کیده چې د ولسمشر غني او اتمر منتقدین  ټول هغه منفوري څیري او ډلي دې چې دوئ خپله تر ټولو خرابه سابقه لري. او کله چې یو غل، غاصب او ناکاره شخص او یا ډله په بل نیوکه کوې او یا هم دا ډول تبلیغات کوې مانا یې داده چې دده خپلي شخصي ګټي په خطر کې دې. همدا دلیل و چې خبره شرچپه شوه او ددې په ځای چې د دوئ تبلیغات ولسمشر غني او اتمر صیب ته تاوان ورسوي، د یو زیات شمیر خلکو زړونه یې خپل کړل او د ټلوالي او منفورو جهادي ډلو او ټپلو په وړاندې یې د هغوئ دریځ نور هم وستایل.

غني او اتمرښاغلی نبیل او د پخواني ولسمشر ټیم په دې پوه شول چې ددغو یو نیم سل پاڼو او لکونو ډالرو مصرف نتیجه منفي شوه او ددې پرځای چې غني او اتمر تخریب شي تقویه شول او د جهادي ډلو ټپلو او ټلوالي سره د خلکو حساسیت نور هم زیات شول. او نبیل چې غوښتل یې په دغه ډول تبیلغاتو سره جعلي اتل شي په دغه چاره کې دخلکو بیخي هیر و.

ځکه نو دا پاڼو ورو ورو خپلي لیکني کمي کړې، سپانسر کیدل یې پریښودل او د ښاغلي نبیل له استعفا وروسته د مؤثقو معلوماتو له مخي جوته شوه چې هغه پاڼي د ملی امنیت له اپراتیفي بودیجي څخه د شخصي ګټو او جعلي اتلوالۍ په خاطر سپانسر کیدي اما د ددغو جعلي اتلانو د کم زوري حرکت له وجهي د دوی خپل تبلیغات د دوی په ضد خلکو برداشت کول او دوی ته یې د ګټې په ځای  تاوان ورساوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.