په کابل کې د ریګ را ایستلو شل کانونه وتړل شول

په کابل کې د ریګ را ایستلو شل کانونه وتړل شول

محور: سه شنبه، د مرغومي ۱۷مه

حکومت د کابل په پغمان کې هغه شل کانونه وتړل چې په غیر قانوني توګه ترې ریګ را ایستل کیده. د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې د ریک جوړولو دا لسګونه کانونه له پنځلسو کلونو راهیسې د زورواکو په کنترول کې وو.د کانونو وزارت مسولین وايي د دغو کارخونو نوملړ د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی و، خو دغه وزارت په دې اړه اقدام نه دی کړی. په افغانستان کې ډیرکانونه د زورواکو، پخوانیو وسله والو، طالبانو او نورو سخت دریځو تر جدي ګواښ لاندي دي او په ډیرو سیمو کې دغه ډلې په غیر قانوني توګه کانونه را سپړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.