پولیسو ته د امرالله صالح تازه سپارښتنه

پولیسو ته د امرالله صالح تازه سپارښتنه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر په تازه اقدام کې ویلي: له هر ولایت چې د پولیسو کوم چارواکی له دولتي موټر سره کابل ته راځي، یوه ورځ مخکې دې له اړوند اوپراسیون سره مرکزي دفتر په جریان کې کړي.

له کورنیو چارو وزارت په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوپراسینونو له خبرېدو وروسته به د کورنیو چارو وزارت اړوند وسایطو ته د کابل په دروازو کې د راتګ اجازه ورکول کېږي.

کورنیو چارو وزارت وايي، که چا له دغه امر سرغړونه وکړه، موټر يې توقیف کېږي او مسوول کس ته به له قانون سره سره سزا ورکړي.

کورنیو چارو وزارت تېره ورځ هم کابل کې د نشه يي توکو د پلورونکو نوملړ خپور کړی و

د کورنیو چارو وزارت تازه اقدامونه د هېواد په کچه له هرکلي سره مخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.