پوټين افغانستان ته د خپلواکۍ سلمې کالیزې مبارکي ورکړې

پوټين افغانستان ته د خپلواکۍ سلمې کالیزې مبارکي ورکړې

محور؛ دوشنبه، د زمري میاشتې ۲۸ مه:

د سپوټنیک خبري آژانس په حواله، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ته د خپلواکۍ سلمې کالیزې مبارکي  ویلې ده.

پوټین په خپل پیغام کې ویلي: افغانستان وروستیو سلو کلونو کې زیاتې سختۍ ګاللې دي.

هغه ټینګار کړی، د افغانستان اسلامي جمهوریت له هغې نړیوالې ترهګرۍ سره چې ټول بشریت یې له ګواښ سره مخ دی، فعاله مبارزه پر مخ  وړي.

پیغام کې ویل شوي، روسیه لومړنی هېواد و چې د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپېژنده او د دغه هېواد له سیاسي، اقتصادي او نورو برخو یې ملاتړ وکړ.

د روسیې ولسمشر ډاډ ورکړی هېواد به یې راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته  دوام ورکړي.

د پیغام په پای کې، د روسیې جمهور رییس ولسمشر محمد اشرف غني ته د بشپړې روغتیا هیله کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې افغانستان کې به ډېر ژر سوله تامین شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.