پچیراګام کې د واده پر مراسمو ځانمرګی برید شوی

پچیراګام کې د واده پر مراسمو ځانمرګی برید شوی

د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ اړوند سیمه کې د واده پر مراسمو نن سهار ځانمرګی برید ترسره شوی دی.

 

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، برید د ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان ملک تور د وراره د واده په مراسمو شوی دی.

 

ځینې سرچینې وايي، بریدی کې د ملک تور په شمول ۵ تنه وژل شوي دي او له ۵۰ زیات ټپیان دي.

 

د والي ویاند زیاته کړې چې ځانمرګی برید د یو ماشوم پر مټ شوی دی.

 

تر اوسه چا د برید مسوولیت نه دی منلی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.