د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاري منظور پښتون ویلي: که چېرې د پاکستان ریاست د پښتنو پر وړاندې خپل ظلمونه ونه دروي او د پښتنو وژلو ته دوام ورکړي، له دې وروسته به د یوه پښتون د شهادت غبرګون کې لس پنجابیان ووژنم او د یوې څپېړې ځواب به په لسو څپېړو ورکړم.
هغه دا هم ویلي چې اوس د عدم تشدد مبارزې وخت تللی دی او اړتیا ده چې غوڅه او منظمه مبارزه پیل شي.
منظور پښتون یو ځل بیا د پنجاب ریاست ته ګواښ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي بېرته خوشې کړي.
وړانګې لوڼۍ هم تازه ټینګار کړی چې اوس پښتنو خپل دښمن پېژندلی دی.
Leave a Reply