ځانګړو ځواکونو اچین کې خلکو ته ګرځنده روغتیايي مرکزونه جوړ کړي

ځانګړو ځواکونو اچین کې خلکو ته ګرځنده روغتیايي مرکزونه جوړ کړي

افغان ځواکونو د ننګرهار اچین کې د خلکو لپاره ګرځنده روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د خلکو وړیا درملنه کوي.

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په زیات شمېر سیمو کې افغان ځانګړو ځواکونو د سیمه ییزو خلکو ته ګرځنده روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

خلک جوړ شویو مرکزونو ته ورځي او خپلې روغتیايي ستونزې په کې حل کوي.

کومو سیمو کې افغان ځواکونو ګرځنده روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، هلته روغتیايي کلینکونه نه و.

د سیمې خلک د ځانګړو افغان ځواکونو له دغه کار خوښ دي او ټینګار کوي چې تر ډېره يې روغتیايي ستونزې حل شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.