ځانګړو ځواکونو تېره ورځ کابل کې ۱۳۸ نامسووله وسله وال نیولي دي

ځانګړو ځواکونو تېره ورځ کابل کې ۱۳۸ نامسووله وسله وال نیولي دي

محور؛ سه شنبه، د وږی میاشتې ۱۹ مه:

کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د کابل ښار مختلفو برخو کې ۱۳۸ نامسووله کسان نیولي او د هغوی ۵۱ عرادې موټر يې تر لاسه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکي: د موټرو سربېره، له نامسووله وسله والو زیات شمېر وسلې هم تر لاسه شوي دي.

رحیمي وايي، تېره ورځ کابل کې د نامسووله وسله والو د مخامخ ډزو پر مهال، یو ملکی وګړی او د ملي اردو یو سرتېری شهیدان شوي دي او ۷ ملکي وګړي سخت ټپیان شوي دي.

د رحیمي په خبره، د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.