چپرهار کې د ۲۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ ښوونځیو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې

چپرهار کې د ۲۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ ښوونځیو د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې

د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د اقرا پروګرام له لارې د ۲۵۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۴۲ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې په چوکاټ کې د اقرا پروګرام له لورې یې په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل کړې،چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړي شي.

هغه زیاته کړه، یاد ښوونځي د سیمې د شوراګانو په همکارۍ اړونده سیمو کې جوړیږي،چې د جوړیدو پر مهال یې د چارو کیفیت ته په ځآنګړې پاملرنې ټینګار وکړ.

ښاغلي میاخیل وویل، په چپرهار ولسوالۍ کې پرمختیایي کارونه کم شوي او خلک یې له جګړې ستړي شوي،نو له همدې امله یې د ادارو مسؤلینو په همکارۍ ورته د شاوخوا ۸ سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د لسګونو پروژو د چارو د پیل کېدو اعلان وکړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published.