کابل کې تر ټولو خطرناک سړي تښتوونکی ووژل شو

کابل کې تر ټولو خطرناک سړي تښتوونکی ووژل شو

تېره شپه ۱۱ بجې د کابل ښار ۱۷ مې حوزې  اړوند سیمه کې د عمران په نوم تر ټولو خطر ناک سړي تښتوونکی د پولیسو لخوا و ژل شوی دی.

 

پولیسو هڅه کوله چې عمران ونیسي؛ خو هغه مقاومت کړی دی او پولیسو هم هم ویشتلی دی.

 

کورنیو چارو وزارت وايي، عمران د یوې بهرنۍ موسسې د یو کار کوونکي د تښتولو سربېره، په څوو نورو سترو جنايي پېښو او وژنو کې هم لاس درلود.

 

د کورنیو چارو وزارت په وینا، پولیس حق لري چې له خپل ځان او هېوادوالو د دفاع په خاطر پر مجرم فیر وکړي او هغه ووژني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.