کابل کې د نشه يي توکو ۶ قاچاق وړونکي نیول شوي

کابل کې د نشه يي توکو ۶ قاچاق وړونکي نیول شوي

پولیسو کابل کې د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور شپږ تنه نیولي دي

کورنیو چارو وزارت وايي، دغو کسانو ۶۰۰ لېټره مشروبات په یو کاسټر ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل يې چې له ننګرهار څخه يې کابل ته راوړي.

په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د زوراکو، قاچاق وړونکو او مافیايي کړیو پر ضد د امنیتي ځواکونو هڅې زیاتې شوي چې د خلکو له هرکلي سره مخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.