کابل کې د ورانکاره کړنو په تور ۵ تنه نیول شوي

کابل کې د ورانکاره کړنو په تور ۵ تنه نیول شوي

افغان ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له ترهګریزو کړنو سره د تړاو په تور ۵ تنه نیولي  دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د مزار، چهار آسیاب، ده سبز او چرخ ولسوالیو اصلي اوسېدونکي دي او اوسمهال ده سبز ولسوالۍ کې ورانکاره کړنې پلانولې.

دې ته ورته په هلمند ولایت کې د یوې لویې ترهګریزې پېښې مخه نیول شوې

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په ټکو، وسله والو طالبانو په نهر سراج ولسوالۍ کې یو عراده موټر سایکل له چاودېدونکو توکو ډک کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د نهر سراج د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.