کابل کې د ټروېسټي بریدونو طراح نیول شوی دی

کابل کې د ټروېسټي بریدونو طراح نیول شوی دی

پولیسو کابل کې د ترهګریز بریدونو پلانوونکی ونیوه.

 

د کورنیو چارو  وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، افغان ځواکونو تېره ورځ د کابل په اوومه ناحیه کې د زمري په نوم هغه کس نیولی چې پلازمېنه کابل کې به یې ترهګریز بریدونه پلانونول او طراح کول.

 

د رحیمي په وینا، له زمري سره لاسي بمونه، ځینې او وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

 

افغان ځواکونو په دې وروستیو کې د کابل په کچه د مخالفینو او جنايي بانډونو پر ضد خپل عملیات پراخ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.