کابل کې ۱۶۲ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي

کابل کې ۱۶۲ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي

د کابل‌امنیې‌قومانداني د جنایي جرمونو د څېړنو رییس معین‌الدین سیال په یوه ویډیویې پیام کې ویلي چې امنیتي ځواکونو په تېرو دوو اوونيو کې د مختلفو جرمونو ۱۶۲ تورن کسان نیولي دي.

 

ښاغلی سیال وایي د نیول شویو کسانو له ډلې ۹۵ تنه یې د جنایې جرمونو لکه قتل، وسلوالې غلاوې، انسان تښتونې او پلان شویو جرمونو او ۶۷ نور یې د نشه‌یې توکیو قاچاق او خرڅلاو په تور له ۷۷ کیلو ګرامه نشه‌یې توکیو او ۴۹۰ لېتره الکولي مشروباتو سره د کابل ښار له مختلفو برخو نیول شوي دي.

 

سیال په دغه پیام کې له هغو ښاریانو هم مننه کړې چې د دې کسانو په نیولو کې یې له ملي پولیسو سره مرسته کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.