کامه وال کابل کې ترور شو

کامه وال کابل کې ترور شو

د افغانستان د نړیوال حقوقي بنسټ ستر سلاکار شېر احمد کامه وال نن سهار د کابل سید نور محمد شاه مېنې ( کارته نو ) پر درېیم سړکی د موټر سایکل سپرو کسانو لخوا ترول شوی دی.

 

د افغانستان نړیوال حقوقي بنسټ مسوولینو هم د ښاغلي کامه وال وژل تایید کړي دي.

 

دوه اوونۍ مخکې هم په همدې سیمه کې مخکېنۍ خبریاله او د ولسي جرګې کلتوري سلاکاره مینه منګل ترور شوې وه.

 

د کابل ښار د سید نور محمد شاه مېنې اوسېدونکي په دغه سیمه کې د جنايي پېښو له زیاتېدو اندېښنه لري او له حکومت غوښتنه کوي چې د جنايي پېښو مخنیوی وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.