کراچۍ ښار سبا د سترې غونډې شاهد دی

کراچۍ ښار سبا د سترې غونډې شاهد دی

 

سبا په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بله ستره غونډه جوړیږي.

د خیبر پښتونخوا په ټانګ سیمه کې د تیرې اونۍ له غونډې وروسته به دا دویمه ستره غونډه وي چې د اونۍ له پیله ورته کمپاینونه پیل شوي دي.

دا غونډه چې مشري به یې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین کوي د لادرکو پښتنو د حق غوښتنې لپاره کیږي.

په پام کې ده چې په دې غونډه کې به له پنجاب حکومت وغوښتل شي چې د نقیب محسود په ګډون د ټولو وژل شویو پښتنو زلمو قاتلین محاکمه کړي.

د دغو غونډو په لړ کې وړمه ورځ د بلجیم په بروکسل کې د اروپايي ټولنې  د ودانۍ مخ ته هم پراخ لاریون شوی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.