کرزی: د کابل د تېرې شپې برید د سولې دښمنانو کړی دی

کرزی: د کابل د تېرې شپې برید د سولې دښمنانو کړی دی

 

مخکېني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د طالبانو لخوا د تېرې شپې موټر بم برید غندلی دی او ټینګار يې کړی، چې دغه شان بریدونه یوازې هغه کسان ترسره کوي چې د سولې له تامین وېره ولري.

کرزي ویلي، دغه برید وحشي عمل دی او هر څوک يې چې ترسره کوي، د اسلام دښمنان دي.

د کابل د تېرې شپې برید کې، ۴ ملکیان شهیدان شوي، ۱۲۰ ټپیان شوي، چې ډېری يې ماشومان او مېرمنې دي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، بریدو دوی ترسره کړی دی.

امنیت شورا بیا ویلي، د برید غچ به واخلي او ارګ ټینګار کړی چې دغه برید د وحشیانو کار دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.