کندز کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندانان وژل شوي دي

کندز کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندانان وژل شوي دي

د کندز ولایت مرکز اړند تلوکې سیمه کې د افغان کومانډو ځواکونو د ۴۸ ساعته عملیاتو پر مهال د طالبانو مهم کسان وژل شوي دي.

 

شمال کې له ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د سرې قطعې قوماندانان، قاري امیر، قاري زیدالله، قاري یحی، قاري سهیل، قاري هارون، قاري جمیل او د طالبانو ډلې یو شمېر نور غړي د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

 

د کندز ولایت په یو شمېر سیمو کې له تېرو درېیو ورځو راهېسې افغان ځانګړو ځواکونو پراخ ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي دي، چې د چارواکو په وینا تر اوسه یې ښه پایله ورکړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.