کندز کې د نامسووله وسله والو وسلې راجسټر کېږي

کندز کې د نامسووله وسله والو وسلې راجسټر کېږي

کندز کې د دولت له چوکاټه بیرون  د غیر مسؤله وسله والو وسلې  ثبت او راجستر کیږي .

د کند ځايي چارواکي وايي  چې د ولایت مقام په مشرۍ فوق العاده امنیتي جلسه کې پریکړه شوې چې د ډاډمن امنیت  د ټینګښت او د هرډول جنايي پېښو، غلاؤ، انسان تښتونو او وران کارو فعالیتونو د مخنیوي په موخه به د دولت له چوکاټ بهر د هر غیر مسؤل کس وسله او کسان راجستر شي .

د کندز والي عبدالجبارنعیمي په  همدې موخه  ددې ولایت امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ریاست ته دنده سپارلې  چې ژر ترژره دغه چار پيل او ترسره کړي  او نامسول وسله وال ثبت کړي .

کندز د هېواد په شمال ختیځ زون کې یو له هاغو ولایتونو څخه دی چې زیات شمېر نامسوول وسله وال په کې فعاله حضور لري او له تیرو دوه کلونو راهیسې یې ځايي چارواکو هم د نیولو، بې وسلې کولو او قانوني کېدو په موخه هلې ځلې پیل کړې دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.