کندز کې د چرګانو روزنې ۲۵۰ واړه فارمونه جوړېږي

کندز کې د چرګانو روزنې ۲۵۰ واړه فارمونه جوړېږي

ټاکل شوې، چې راتلونکی کال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د کندز ولایت په بېلابېلو برخو کې د چرګانو روزنې ۲۵۰ واړه فارمونه جوړ شي.
یاد فارمونه د چرګانو د روزنې وړتیا لري او تر څنګه به یې د کندز ولایت په مرکز او ددې ولایت په امام صاحب او ګل تپې ولسوالیو کې ۲۵۰ بېوزلو کورنیو لپاره هم مرسته وکړي.
همداراز له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې ۴۵ ورځنۍ روزنیز پروګرام هم په لاره اچول کیږي.
پر دغو ۲۵۰ کورنیو په هرې کورنۍ ۱۰۰ چرګان، ۶۰۰ کیلو ګرامه د چرګانو باکیفیته خوراکي توکي، ۱۲ دانه خوره، ۱۲ اب خوره، یوه دروازه، ۱۵ متره مربع جالۍ او همداراز یوه اندازه درمل او واکسین وېشل کیږي.
ددې پروژې د پلي کولو ټولیز لګښت ۱۹ میلیونه افغانۍ ده، چې د بېوزلو کورنیو د اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.