کندز کې نامسووله والو له یوې لېسې پښتو لوحه راکوزه او ښیښې يې ورماتې کړي

کندز کې نامسووله والو له یوې لېسې پښتو لوحه راکوزه او ښیښې يې ورماتې کړي

محور؛ یکشنبه، د وږی میاشتې ۳ مه:

تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ په اړوند چرمګرۍ سیمه کې یو شمېر نامسووله وسله والو د کهندژ په نوم یوې لېسې باندې برید کړی دی.

د سیمې خلک وايي، بریدګرو لومړی د لېسې پښتو لوحه راکوزه او اور يې ورته  اچولی دی او وروسته يې د ښوونځي ښیښې ماتې کړي دي.

د لوحې تر څنګ د معارف هغه شعارونه هم له منځه وړل شوي چې پر پښتو ژبه لیکل شوي وو.

د کندز ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي، تر دې وړاندې ورته یو شمېر نامسووله وسله والو لنډه غرو ګواښ کړی و چې پښتو لوحه باید له لېسې ر اکوزه شي، کنه ښوونځی به وسوځوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.