کندز کې هوايي بریدونو ۳۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندز کې هوايي بریدونو ۳۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

افغان کومانډو او هوايي ځواکونو تېره شپه د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې عملیات کړي دي.

 

امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د کندز امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په یو شمېر پوستو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

 

د امنیتي چارواکو په وینا، د هوايي بریدونو پر مهال د درېیو قوماندانانو په ګډون ۱۸ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

 

سیمه ییزو مسوولینو هم د طالبانو درنه مرګ ژوبله تایید کړې او ټینګار يې کړی چې اوس مهال امام صاحب کې وضعیت عادي شو یدی.

 

بلخوا ویل کېږي د ملا منصور په نوم د حقاني شبکې مهم قوماندان له درې میله وسلو سره له افغان ځواکونو سره یو ځای شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.