کندهار کې د نجونو یو ښوونځی پرانېستل شو

کندهار کې د نجونو یو ښوونځی پرانېستل شو

د کندهار ولایت په مرکز کې د نجونو یو ښوونځی پرانېسال شوی دی

سیمه ییزو مسوولینو د ښوونځي د پرانېستې پرمهال ویلي، دغه ښوونځی د ترکیې د پوهنې بنسټ لخوا جوړ شوی چې ددې هېواد د مسوولینو په حضر کې افتتاح شو.

د کندهار والي حیات الله حیات ټینګار کړی چې دې ښوونځي کې به زیات شمېر نجونې زده کړې وکړي.

کابل کې د ترکیې سفیر ویلي، دوی غواړي د افغانستان د پوهنې له بهیر سره خپلې تجربې شریکې کړي.

سفیر ژمنه کړې چې ژر به د کندهار ولایت زیاتو زده کوونکو ته د کانکور امتحاني دورې بهیر پیل کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.