که مجازات نه وي، د امنیتي ځواکونو لیکې به ډونډې شي

خالد نجیم په تازه مهال کې د افغانانو هغه قهرمان سرتېری تر سمندرونو اوښتی، د جرمني سرو او شنو څراغونو ته يې ځان ورسولی چې يو مهال يې د ملي شورا د غړو ژوند خوندي کړ، يو مهال يې د درځنونو ځانمرګو جنازې پاکستان ته ور واستولې او په بدل کې يې دغه ښاغلی د وکيلانو سوداګرو او سر کار له لوري په سرو او سپينو کې پټ شو، هومره ونازول شو چې د وطن په ساتونکو کې به شايد لومړنی سرتېری و.

ددې سرتېري د بخت مرغه يوځل په هوا شو، ګني د ده په شان به ډېر زړه ور سرتېري د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې وي.

عيسی خان لغمانی د ملي پوځ سرتېری يادوم چې اوس په جرمني کې د پنا غوښتلو په هدف دېره دی او د ډېرو له لوري يې خورا درند هرکلی کيږي. دی هم هره ورځ خپل نوي تصويرونه د رڼاګانو له ښاره په مجازي نړۍ کې له خپلو ملګرو او خواخوږيو سره شريکو او د هغو عصري هوټلونو په څوکيو او د نړۍ د جنتي ماڼيو له مخو سره د کمرې پر وړاندې کله په ګونډو شي، کله په ملا لاس ونيسي او کله هم سورپوستی او تور پوستی له ځان سره ودروي تصوير واخلي.

د سرتېري دنده د هېواد ساتل دي، له دښمن سره جګړه ده، هغه هم د خپل سر په بدل، ځکه چې دا زيار يې له لومړي سره منلی وي، چې په هر حال به له خپلې خاوره له خپل ناموس تر اخري سلګۍ دفاع او ساتنه کوي.

نن چې د عيسی خان په څېر سرتېري د سر د ناخونديتوب له امله له خپل هېواد تښتي، نو دا د پوښتنې وړ ده، ځکه چې دا خو د ملي پوځ له ليکو سره د حلوا ويشلو لپاره نه وو يوځای شوی، بلکې د دښمن د ماتولو او د هېواد ته د نجات ورکولو لپاره ور يو ځای شوی و.

په تېرو کلونو کې د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې ډېر داسې کسان ځای پر ځای شوي ول چې تر ډېر کم ماموريت وروسته يې خپلې پښې سپکې کړې تر لنډ ماموريت وروسته يې د ملي امنيتي ځواکونو ليکې پرېښودې، خپل ملګري يې يوازې جګړې ته پرېښودل او هغه قسم يې له ياده وايست، چې د وطن ساتلو په پار يې پرې غبرګ لاسونه ايښي وو.

له دوی سره د افغان حکومت له لوري هېڅ راز حساب کتاب ونشو، د دوی د کور دروازه ور ونه ټکول شوه، د دوی هغه ضامين ونه نيول شو، چې تښتېدلی سرتېری يې په ضمانت د ملي امنيتي ځواکونو ليکو ته داخل کړی و.

عيسی خان لغمانیدا يوازې عيسی خان دی، چې وطن يې پرېښود پښې يې سپکې کړې لوديځ ته په قاچاق لاړ،  ډېر هغه افسران هم د يادونې دي چې د زده کړو لپاره بهر ته د حکومت په مالي لګښت او نړيوالو ته د زاريو په بدل کې استول شوي وو، خو بېرته راستانه نشول. دا لړۍ په تېرو څورلسو کلونو کې دوام لري او په تېرو څورلسو کلونو کې د دوی د يوه درک هم ونه لګېد، چې په څه بوخت دي او له وطن سره يې دا لويه جفا ولې وکړه.

د افغانستان په ملي پوځ تر اندازې زيات لګښت کېږي او شوی، خو په دغو ليکو کې يا دښمن ځای نيولی په خپلو همسنګرانو يې مخ ور ګرځولی، يا يې دندې پرې اېښې په خپله مخه تللي او يا يې هم داسې نادودې کړې چې د ټول ملي پوځ لپاره نام بدی جوړ شوی دی.

افغان حکومت له سره له دې برخې سره ناديده چلند کړی، امنيتي ځواکونه يې د ډلو ټپلو په واک کې ورکړي، هغه لګښتونو او قربانيو ته يې هېڅ پام نه دی کړی چې اړتيا يې وه.

په دې برخه کې د جدي کار اړتيا وه، د داسې کار چې هېواد نن د سالمو امنيتي ځواک څښتن وای. که له نړيوالو سره مو داسې يو تعامل لرلای، چې د افغان امنيتي ځواک هېڅ مامور، هېڅ افسر او هېڅ سرتېري ته بل هېواد د افغانستان له ايجازې پرته پناه نشي ورکولای.

Leave a Reply

Your email address will not be published.