کابل ښار کې د غلو د نیولو او د فعالیت د مخنیوي لپاره یې د کورنیو چارو وزارت غوره ګام
کورنیو چارو وزارت تېر مازیګر ناوخته کابل کې د هغو ۲۲۲ غلو، د امنیتي نظم اخلالوونکو او په نورو جرایمو د تورنو کسانو لیست خپور کړ چې د دوی تر تعقیب لاندې دي.
کورنیو چارو وزارت له کابل ښاریانو غوښتي و، چې د یادو کسانو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي او د مرستې په بدل کې دې مادي امتیاز تر لاسه کړي.
د کورنیو چارو وزارت د لیست له خپرېدو وروسته تر دې دمه ۸ تنه غله د خلکو په همکارۍ د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام د هېواد په کچه له هرکلي سره مخ دی.
د کورنیو چارو وزارت د اړیکې شمېره ده:
0202201758
Leave a Reply