کورنیو چارو وزارت پولیسو ته؛ تورې ښیښې په خپله موټر چلوونکي پاکې کړئ

کورنیو چارو وزارت پولیسو ته؛ تورې ښیښې په خپله موټر چلوونکي پاکې کړئ

 

کورنیو چارو وزارت په یو تازده اقدام کې ټولو پولیسو ته سپارښتنه کړې، چې د تورو ښیښو لرونکو موټرو پر وړاندې جدي چلند وکړي.

د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیس دې د تورو ښیښو موټرو پر موټر چلوونکو او د هغوی په څښتنانو ښیښې پاکې کړي، ځکه د پولیسو انرژي باید بې ځایه مصرف نه شي.

اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، که د پولیسو له امر څوک سر غړونه کوي، پولیس حق لري چې ډز پرې وکړي

بلخوا کورنیو چارو وزارت حمید خراسانی ممنوع الخروج اعلان کړی دی

کورنیو چارو وزارت عبدالحمید خراساني ممنوع الخروج او د هغه د نیولو امر یې کړی.

تر اوسه د هغه ۱۶ کسانو له ډلې چې د کورنیو چارو وزارت په خبره په غصب، غیر قانوني وسلو درلودلو او د قانون تر پښو لاندې کولو په جرم تورن وو، ۱۵ یې ځانونه پولیسو ته معرفي کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.