کومانډویانو د طالبانو پر زندان چاپه وهلې

کومانډویانو د طالبانو پر زندان چاپه وهلې

 

افغان کوماندو ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت اب ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو په یو لوی زندان چاپه وهلې ده

د کومانډو مسوولین وايي، چاپه تېره شپه وهل شوې، چې په نتیجه کې يې ۳۵ بندیان د طالبانو له بند خونې آزاد شوي دي.

د مسوولینو په خبره، د چاپې پر مهال نښته رامنځته شوې، چې ۵ طالبان په کې وژل شوي دي.

چاپه د افغان کومانډو ځواکونو لخوا وهل شوې.

طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره رد کړې چې ګواکې د دوی له زندان دې چا بندیان خوشې کړې وي.

ذبیح الله مجاهد وايي، چاپه وهل شوې، خو کومانډو ځواکونه نه دي بریالي شوي چې د دوی له بند خونې بندیان وباسي.

افغان کومانډو ځواکونو په دې وروستیو کې د طالبانو په بند خونو عملیات پراخ کړي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.