کومانډویانو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی

کومانډویانو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی

افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه د هلمند ولایت په  واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو پر زندان چاپه وهلې ده.

امنیتي مسوولین وايي، د کومانډو ځواکونو په دې عملیاتو کې ۶ ملکي وګړي چې له طالبانو سره بندیان  و، د هغوی له بند ازاد کړي دي

د مسوولینو په خبره، عملیاتو کې د طالبانو دوه عرادې موټر هم له منځه تللي دي

افغان ځواکونو وړمه شپه هم د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی و چې یو شمېر بندیان یې  ترې ازاد کړي و

Leave a Reply

Your email address will not be published.