کومانډو ځواکونو غور کې د طالبانو زندان مات کړی

کومانډو ځواکونو غور کې د طالبانو زندان مات کړی

افغان کومانډو ځواکونو د غور ولایت په مرکز غرمین کلي کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی او ۳ تنه امنیتي ځواکونه چې په یاد زندان کې بندیان و، ترې را خوشې کړي دي.

 

ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ټول هېواد کې به هېڅ افغان پوځي د مخالفینو په بند کې پاتې نه شي او هر ځای چې وي، ازاد به یې کړي.

 

تېره اوونۍ هم کومانډو ځواکونو په کندز او بغلان کې د طالبانو په زندانونو چاپې وهلې وې نږدې ۵۰ تنه بندیان یې ترې خوشې کړي وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.