کونړ کې داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کونړ کې داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کونړ ولایت دېوه ګل درې په قلعه سیمه کې د داعش ډلې د مهماتو په یوه مرکز چاپه وهلې ده.

سرچینې وايي، چاپه کې د مهماتو مرکز په بشپړ ډول له منځه تللی دی، چې د نښتې پر مهال د داعش ډلې ۳ غړي وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا، چاپه کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

په دې وروستیو کې د طالبانو او داعشیانو د وسلو او په مهماتو او زندانونو د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات زیات شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.