کونړ کې د ترهګریز برید مخه ونیول شوه

کونړ کې د ترهګریز برید مخه ونیول شوه

د کونړ ولایت په وټپور ولسوالۍ کې یو تن چې غوښتل یې ترهګریز برید ترسره کړي، د افغان ځواکونو لخوا موخې ته له رسېدو وړاندې  ونیول شو.

 

نیول شوی کس کونړ کې د داعش ډلې د فعاله سرګروپ ګل احمد جنګیالی و، چې له نظامي تجهیزاتو او ریموت کنټرول ماین سره نیول شوی دی.

 

نیول شوي کس غوښتل چې کونړ کې په ترهګریزې کړنو لاس پورې کړي، چې موخې ته تر رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا ونیول شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.