کونړ کې د طالبانو او داعش تر منځ نښته شوې

کونړ کې د طالبانو او داعش تر منځ نښته شوې

د کونړ په چپه‌دره ولسوالي کې ځایي خلکو ویلي د طالبانو او داعش وسله‌والو تر منځ د نښتې پر مهال یو طالب وژل شوی، درې نور ټپیان دي همدارنګه د دوی په وینا په‌‌دې نښته کې ۹ داعشیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

 

په‌دې نښته کې د دواړو لوریو ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

په‌دې تړاو خپله وسله‌والو ډلو او افغان حکومت تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښوولی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.