کونړ کې د مخلص په نوم د داعش یو ډلمشر ووژل شو

کونړ کې د مخلص په نوم د داعش یو ډلمشر ووژل شو

د کونړ اړوند سیمه کې تېره شپه د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې په مرکز عملیات کړي دي.

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، عملیاتو کې د مخلص په نوم د داعش ډلې یو سرګروپ له اوو ملګرو سره وژل شوی دی.

 

د رحیمي په وینا، عملیاتو کې د یادې ډلې یو شمېر سپکې او درنې وسلې او ځینې پاکستاني کارتونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

 

داعش ډلې ننګرهار کې تر ځپل کېدو وروسته اوس کونړ ولایت ته مخه کړې او ددې ولایت په ځینو برخو کې يې فعالیت پیل کړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.