کونړ کې د کلدارو زیات چلښت خلک اندېښني

کونړ کې د کلدارو زیات چلښت خلک اندېښني

د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ډېری راکړه ورکړه په پاکستانیو کلدارو ترسره کېږي.

 

کونړیان وايي، دغه ولایت کې ۹۵ سلنه بازار په کلدارو مخ ته ځي چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

 

د کونړ اوسېدونکو ویلي، که حکومت اقدام وکړي، دغه ولایت کې به د کلدارو د چلښت کچه راټيته شي.

 

د کونړ اوسېدونکو ویلي چې آن دولتي ادارې او مسوولین افغانۍ صرافۍ کې په کلدارو بدلوي او بیا پرې د اړتیا وړ توکي پېري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.