کونړ کې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړېدو پروژه منظور شوه

کونړ کې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړېدو پروژه منظور شوه

 

د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوې ده.

غونډه کې ۸ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې ملي تدارکاتو کمېسیون له ۱،۷ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ټول تړونونه منظور کړل.

په همدې حال کې د اوسپنې او حرارتي پایپونو د تولیدي شرکت د جوړولو په موخه د انرژۍ او اوبو وزارت پېشنهادي طرحه له غور او بحث وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون تائید کړه.

سربېره پر دې له ښرنې څخه تر انګوراډې پورې د ۵۰ کیلومترو په اوږدوالي (د بیې له لوړوالي پرته د مودې غځول) د سړک جوړولو او بیارغاونې پروژې قرارداد د تعدیل د منظورۍ په اړه د فواید عامې وزارت وړاندیز، د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو تصویب کړ.

دغه راز د خوست هوايي ډګر د ترمینل د جوړولو د بیې د راکمولو په خاطر د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې، ملي تدارکاتو کمېسیون څخه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې کمېسیون تائید او پرېکړه وشوه، ترڅو له پېشنهادي شرکت سره قرارداد وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.