ګردېز کې ۷۵۰۰ کورنۍ به برېښنا برخمنې شوې

ګردېز کې ۷۵۰۰ کورنۍ به برېښنا برخمنې شوې

د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې د ۲۰/۰.۴ کیلوولټ برښنا شبکې د لومړي او دوهم فیدر په پرانیستلو سره ۷۵۰۰ پیریدونکي د نوي برښنا څخه برخمن شول.

 

د پرانیستي په دې مراسمو کې د پکتا والي شمیم خان کټوازي، د پکتیا برښنا حوزي سرپرست انجنیر نصرت الله مدت زي، قومي مشرانو، سپین ږیرو او د پکتیا برښنا یو شمیر کارکوونکو ګډون کړی و.

 

د ۲۰/۰.۴ کیلوولټ برښنا شبکه باندې د ۲۳ میلیون ډالرو په شاوخوا کې لګښت راغلی چې پیسې یې د آسیا پرمختیایي بانک له بودجې څخه ورکول شوي دي.

 

د یادولو وړ ده چې د نوموړي برشنا شبکې په دریم او څلورم فیدر باندې کار روان دی، چې اوسمهال یې د ۷۰ سلنې په شاوخوا کې چارې پرمختلي او په بشپړیدو سره به یې په ټولیزه توګه ۱۴۵۰۰ پیریدونکي پکتیا کې د برښنا له نعمت څخه برخمن شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.