پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړې ګلالۍ اسمعیل له سهار راهېسې د اسلام اباد له زندان ترۍ تمه شوې ده
ویل کیږي چې ګلالۍ یې سهار ۴ بجې د ښځینه پولیسو له حوزې ویستلې او نا مالوم ځای ته یې لیږدولې دي.
د پښتنو د حق غوښتنې مدني فعالې بشرا ګوهر پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ګلالۍ اسمعیل کورنۍ او مدافع وکیل ته په دې تړاو هیڅ مالومات نه ورکول کیږي.
ګلالۍ اسمعیل د دغه غورځنګ د هغو غړو په ډله کې ده چې تیره ورځ په پلازمینه اسلام اباد کې د لاریونونو پر مهال ونیوله شوه.
په نیول شویو کې د غورځنګ نور مخکښ غړي، عبدالله ننګیال او ادریس پښتین هم شامل دي
Leave a Reply