د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سویډن کمیټې په ۳۲ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ۱۴ شوراګانو له لورې د ۱۴ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې،چې د شاوخوا ۶ میاشتو په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل، یادې ۱۴ پروژې په دې ولایت کې د سویډن کمیټې په ۳۲ میلیونه افغانیو مالي لګښت د ۱۴ شوراګانو له لورې پیل شوې، چې په کې د اوبو رسونې لمریزې شبکې،فرعي سړکونه او کوڅې جوړول او پخول او یو شمیر نورې پروژې شامل دي، چې د ولس لخوا به د ولس په څارنه د ۶ میاشتو په موده کې بشپړي شي.
هغه د سیمې مخورو ته لارښوونه وکړه، چې په ګوشتې ولسوالۍ کې د ټولو پروژو له چارو څخه څآرنه وکړي،خو ټینګار یې وکړ، چې د پروژو په چارو کې دې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي .
د ولایتي شورا غړي افتخار مومند د ننګرهار والي په هڅو د پیل شوو پروژو څخه ستاینه وکړه، خو یادې ولسوالۍ ته یې په نورو برخو کې د لا زیاتو پروژو د پلې کېدو غوښتنې وکړې.
په همدې حال کې د ګوشتې ولسوال حاجي غالب مجاهد د ولایتي ادارې له پاملرنې ستاینه وکړه، چې د ماموریت پر مهال یې تر ټولو زیاتې پروژې په ګوشتې ولسوالۍ کې پیل او پلان شوي دي .
د یادونې وړده، چې په ګوشتې ولسوالۍ کې اوس مهال د څه باندې ۳۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې تر کار لاندې او د عملي کېدو په موخه په پلان کې دي.
Leave a Reply