یوناما: کابل کې د جمعې ورځې برید قصدي عمل و

یوناما: کابل کې د جمعې ورځې برید قصدي عمل و

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما کابل کې د جمعې ورځې برید سخت غندلی دی.

یوناما په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: د جمعې ورځې حمله غندو، دغه برید قصدي عمل و، په روزنیزو تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی.

یوناما زیاته کړې چې د دوی مالومات ښيي د دغه برید هدف کابل پوهنتون و.

د یوناما تر څنګ دغه برید نورو هېوادونو هم غندلی دی او هغه یې جنګي جنایت بللی دی.

د کابل تېرې ورځې برید کې ۸ ملکیان وژل شوي و او له ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.